الاماره سټوډيو (د کونړونو حماسې ) په نوم نوي جهادي ويډيو نشر کړه


(د کونړونو حماسې )

الاماره سټوډيو (د کونړونو حماسې ) په نوم نوي جهادي ويډيو نشر کړه
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره جهادي سټوډيو له خوا د د کونړونو حماسې په نوم نوی جهادي اصدار نشر ته وسپارل شو.
دا ويډيو د الاماره سټوډيو د همکارانو په زيان په نوي بڼه او ځانګړي ترتيب جوړه شوې چې ټول ټال يو ساعت کېږي.
د ويډيو په لومړي سر کې لنډه مقدمه اورئ چې د کونړ د غازي درو او غازيانو په اړه معلوماتو او له دې علاوه په آياتونو او خوږو ترانو مشتمله ده.
له مقدمې وروسته پکې د اسلامي امارت د مجاهدينو تدريب ښودل کېږي او بيا په خپل وار سره پکې هغه ويډيو ګانې را يوځای شوي چې مجاهدينو پکې د دښمن په محکمو پوستو او مرکزونو مخامخ بريدونه کړي، په دې برخه کې ګڼي پوستې وينو چې د مجاهدينو تر بريدونو لاندي راځي.
د ويډيو په يوه برخه کې په ياد ولايت کې د اسلامي امارت د مسؤلو مجاهدينو له خوا د دښمن د مرکز د فتحې صحنه هم وينو او په دې سربېره پکې ځای ځای د اسلامي امارت د خوږ ژبو ترانه خوانانو ترانې هم اورو.
په پوستو او ګزمو له بريدونو او دښمن ته د اوښتو تلفاتو له ليدلو وروسته پکې د بې رحمه يرغلګرو له خوا شهيدان شوي کليوال وينو، دلته هغه حقايق هم ښکاره شوي چې غلامي رسنۍ يې د پټولو هڅې کوي.
د ويډيو په پای کې د کونړ ولايت لپاره د اسلامي امارت د شهيد شوي والي مولوي نور قاسم حيدري رحمه الله لنډه پېژنده شوې او هغه ويډيو ګانې يې ښودل شوي چې د کونړ په مجاهدو درو کې ترې اخيستل شوي دي
ويډيو د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله په وينا پای ته رسېږي.
دا اصدار له لاندي ورکړل شويو لينکونو نه په اعلی، متوسط او ادنی کيفيت کې خپل کمپيوټر ته ښکته کولی شئ.
د افغانستان اسلامي امارت
سمعي او بصري څانګه
الاماره سټوډيو
 
alemarahstudio@gmail.com
 
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s