« عمري لښکر » د الاماره سټوډيو نوی اصدار نشر شو


omari_lashkar_small.jpg

د افغانستان د اسلامي امارت د مرکزي جهادي سټوډيو « الاماره » لخوا چي د فرهنګي چارو کمېسيون د سمعي او بصري څانګي په چوکاټ کي جهادي فلمونه خپروي ؛ د « عمري لښکر » په نوم په زړه پوري اصدار چمتو او نشر کړل سو.

دغه اصدار چي د ګران هيواد د اوسنيو سياسي او نظامي حالاتو په رڼا کي ګڼو اندېښنو او پوښتنو ته ځواب وايي پر لاندي برخو مشتمل دی :

  • د تاريخ برخه : په دغه برخه کي د ثور له کرغېړني کودتاه بيا د ناټو تر شکسته ټولي مهمي سياسي- نظامي پېښي د واقعاتو له مستندو وېډيوګانو سره په خلاصه ډول وړاندي شوي دي ، ددغي برخي ليدل د نويو ځوانانو لپاره ډېر اړين اد تاريخ د مينه والو لپاره په زړه پوري دي.
  • خيبرعمليات : دغه برخه د الحاج ملا فقيرمحمددروېش له ښکلي ترانې سره د خيبر د مبارکو عملياتو د ځينو مهمو پېښو مستندي وېډيوګاني وړاندي کوي چي د هري پېښي په اړه لنډ معلومات او نېټه هم ورسره ښودل کېږي .
  • مقدمه : د « عمري لښکر » مقدمه په ګران هيواد کي د کورنۍ جګړې په اړه ديرغلګرو دسيسو ته ګران هيوادوال متوجه کوي ، د تش په نامه امنيتي تړون اصلي هدف روښانه کوي ، د زړو کمونستانو پر اوسنيو او په راتلونکي کي د دوي پر ممکنه جناياتو رڼا اچوي او په مجموع کي د اوسنيو جرياناتو په اړه د اسلامي امارت کړنلاره روښانه کوي .
  • د کندهار راپور : دغه برخه د خيبر عملياتو په لړ کي د کندهار ولايت پر نظامي وضعيت لنډه تبصره او په کندهار ښار ، ښوراوک او رېګستان ولسواليو کي د اسلامي امارت د يو لړ جهادي عملياتو مستند انځورونه وړاندي کوي .
  • پر پساب بېس استشهادي عمليات : په دغه برخه کي د اسلامي امارت د هغو اتلو استشهادي مجاهدينو نظامي تمرينونه ، وصيتونه او د بريد صحنې ښودل کېږي کومو چي د ۱۴۳۵ کال په ربيع الاول مياشت کي د کندهارولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي د امريکايانو پر ستر فوځي مرکز ( پساب بېس ) همږغي استشهادي عمليات تر سره کړل او ګڼ امريکايي يرغلګر يې تر تېغ تېر کړل .
  • د استشهاديانو يادګاري برخه : په دغه برخه کي د ياد بريد د سهيمو استشهاديانو تر څنګ د ګڼو نورو استشهادي اتلانو يادګاري انځورونه د الحاج ملافقيرمحمددروېش له نوي په زړه پوري ترانې سره وړاندي شوي چي ددغي برخي په پوره کېدو سره اصدار هم پاي ته رسېږي .

دغه اصدار چي ټول اوږدوالی يې يو ساعت او ۲۳ دقيقې دی له ښې محتوا سربېره  له تخنيکي پلوه هم د ګرافکس ډيزاين په مټ ښکلی اوډل شوی دی .

په درنښت

ستاسو ورور اسد افغان

 

يادونه : « عمري  لښکر » د لاندنيو لينکونو په مرسته په اعلی ، متوسط او ادنی کيفيت ليدلای او خپلو کمپيوټرونو ته ښکته کولای شئ :

GOOGLE+

https://plus.google.com/u/0/114839571868709580867/posts?tab=XX

HD

2.4 GB

http://bit.ly/1Fh2iPc

https://archive.org/details/UmariLashkarHD

 FLV

379.0 MB

http://bit.ly/1xPOo77 

 https://archive.org/details/UmariLashkarFlv

MP4 mobaile

267.1 MB

http://bit.ly/1Fa9HzW

https://archive.org/details/UmariLashkar

3GP mobaile

http://bit.ly/1G1QinL

  https://archive.org/details/UmariLashkar3gp

پخپلو نيکو دعاوو کې مو هير نکړئ

توره بوړه په ټويټر کې

www.twitter.com/toorabora_iea

Advertisements

One comment on “« عمري لښکر » د الاماره سټوډيو نوی اصدار نشر شو

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s