د (غازيانو کاروان ۱۲)دمنبع الجهاد سټوډيو نوې ویډیو نشر شوه


د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون د سمعي او بصري څانګې اړوند د منبع الجهاد سټوډيو لخوا د ( د غازيانو کاروان ) د جهادي فلمونو د لړۍ ۱۲مه کړۍ ترتيب او نشر ته وسپارل شوه.
دا فلم چې د يادې څانګې د تخنيکي همکارانو په زيار په خورا عالي معيار اوډل شوی، د هيواد په بېلابيلو سيمو کې د اسلامي امارت د مسؤلو مجاهدينو له لوري په دښمن د شويو عملياتو صحنې پکې را يو ځای شوي دي.
اوډل شويو صحنو د غازيانو کاروان ۱۲م نمبر فلم وخت ټول ټال ۱ ساعت او ۱ دقيقې ته رسولی.
په فلم کې له لنډې او هر اړخيزې مقدمې وروسته د دښمن د پوځي، عملياتي او اکمالاتي کاروانونو او ګزمو په زغروالو ټانګونو، رينجرو او نورو پوځي نقليه وسائطو باندې د مجاهدينو له لوري د ښخ کړل شويو له لري کنټرولېدونکو ماينونو چاودنې رايوځای شوي دي، چې ښيي د اسلامي امارت مجاهدين څرنګه د دښمن پوځيان او موټر په نښه کوي او دښمن ته ځاني او مالي تلفات اړوي.
د دې جهادي ويډيو د صحنو په ليدلو سره د دښمن د هغو خبرو چې وايي په چاودنه کې يې څوک نه دي مړه شوي او يا پکې اولسي خلک وژل شوي، په دروغ ثابتېدلو سربېره د مجاهدينو د دښمن له منځه وړلو ځانګړي تکتيکونه او ځيرکتيا او له ملکي تلفاتو نه ځان ساتل په ډاګه کېږي.
دغه په زړه پوري فلم په اعلی، متوسط او ادنی کيفيت کې له لاندې لينکونو نه ليدلی او خپل کمپيوټر ته ښکته کولی شئ.
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
د منبع الجهاد سټوډيو

اعلي کوالټي

1GB

MPEG4

http://bit.ly/1IxCwGU

کمزوري کوالټي

284.2MB

FLV

مبائيل کوالټي

202.7MB

3GP

http://bit.ly/1GTAMJB

100.9MB

3GP

http://bit.ly/1yKDYAu

https://twitter.com/toorabora_iea

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s