الاماره سټوډیو / (دچهاردرې فتحه) د کندز د وروستیو فتوحاتو تازه ویډیو


Da-chahar-Dari-fatha-PA د روژې مبارکې په تیرو پنځو ورځو کې د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو په کندز ولایت کې دوې مهمې ولسوالۍ چهاردره او دشت ارچي فتح او ددښمن له ناپاکه وجوده په بشپړ ډول پاکې کړې.
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې مربوط د الاماره سټوډیو همکارانو د جګړې له ډګره د چهاردرې ولسوالۍ  د نیولو پر مهال پر دښمن د شدیدو جګړو دجریان کلیپونه راغونډ کړي او یوه مستنده ویډیو یې پرې ترتیب کړې.
دا ویډیو چې تازه د الاماره پاڼې د ویډیو او فلمونو په برخه کې خپره شوې ټول ټال ۲۸دقیقې ده .
په ویډیو کې په وسلو سمبال مجاهدین ښکاري چې د چهار درې ولسوالۍ ودانۍ او نورو فتح شویو مراکزو ته ننوزي او د ودانیو په لوړو برخو سپین بیرغونه ځړوي. په نیول شویو مرکزونو کې ګڼ شمیر ټانګونه،رینجر او نور لوي او واړه موټرونه ښکاري چې د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.دولسوالي په مرکز کې یو لوي اورال موټر معلومیږي چې له سپکو او درنو وسلو بار ولاړ دی او مجاهدین یې په انتقال بوخت دي.
د ویډیو په یوه بله برخه کې داجیرې اردو هغه عسکر او یو شمیر قومندانان ښکاري چې مجاهدینو د چهار درې ولسوالي په جګړو کې ژوندي نیولي، د مجاهدینو یو مسؤل ترې تحقیق کوي.
دچهار درې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په مرکز کې له یوه مجاهد سره د چهادرې ولسوالۍ د جګړې دیوه عیني شاهد په توګه  لنډه مرکه شوې چې د خپلو بریاوو اولاسته راوړنو په اړه خبرې کوي، مجاهد دخپلو خبرو په جریان کې داسي یوه جمله( پر دنیا دهیڅ شي خواري نشته) ذکر کوي چې دنوموړي په عالي مورال دلالت کوي او مرکه یې زیاته خوندوره کړې ده.
په ویډیو کې له لندې مقدمې او دحملو د خبري جریان وروسته په نیول شویو مراکزو کې د غنیمتونو تازه او تفصیلي صحنې ښودل شوې دي چې د کتونکو توجه جلبوي.
(دچهاردرې فتحه ) تازه نشر شوې ویډیو دکابل ادارې د پوځي چارواکو هغه ټولې ادعا وې دروغ ثابتې کړې چې وايی د چهار درې ولسوالي یې بیرته له مجاهدینو نیولې په نشر شوې ویډیو کې تازه ویډیو یې صحنې ځاي شوې چې په ولسوالۍ کې د مجاهدینو فعال حضور ښیي.

د لاندي ورکړل شوي لینک په مټ کولای شئ  ویډیو مخامخ وګورئ او خپلو کمپیوټرونو ته یې کښته کړئ.

HD:دکتلو لپاره
HD:د ډاونلوډ لپاره
FLV:د کتلو لپاره
FLV:ډاونلوډ لپاره
 
Mobile MP4:د کتلو لپاره
Mobile MP4:د ډاونلوډ  لپاره
Mobile 3GP:د کتلو لپاره
Mobile 3GP:د ډاونلوډ لپاره

DaChaharDariPthha.3gp/DaChaharDariPthha.3gp

alemarasudio

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s