الاماره سټوډیو / (دچهاردرې فتحه) د کندز د وروستیو فتوحاتو تازه ویډیو


Da-chahar-Dari-fatha-PA د روژې مبارکې په تیرو پنځو ورځو کې د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو په کندز ولایت کې دوې مهمې ولسوالۍ چهاردره او دشت ارچي فتح او ددښمن له ناپاکه وجوده په بشپړ ډول پاکې کړې.
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې مربوط د الاماره سټوډیو همکارانو د جګړې له ډګره د چهاردرې ولسوالۍ  د نیولو پر مهال پر دښمن د شدیدو جګړو دجریان کلیپونه راغونډ کړي او یوه مستنده ویډیو یې پرې ترتیب کړې.
دا ویډیو چې تازه د الاماره پاڼې د ویډیو او فلمونو په برخه کې خپره شوې ټول ټال ۲۸دقیقې ده .
په ویډیو کې په وسلو سمبال مجاهدین ښکاري چې د چهار درې ولسوالۍ ودانۍ او نورو فتح شویو مراکزو ته ننوزي او د ودانیو په لوړو برخو سپین بیرغونه ځړوي. په نیول شویو مرکزونو کې ګڼ شمیر ټانګونه،رینجر او نور لوي او واړه موټرونه ښکاري چې د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.دولسوالي په مرکز کې یو لوي اورال موټر معلومیږي چې له سپکو او درنو وسلو بار ولاړ دی او مجاهدین یې په انتقال بوخت دي.
د ویډیو په یوه بله برخه کې داجیرې اردو هغه عسکر او یو شمیر قومندانان ښکاري چې مجاهدینو د چهار درې ولسوالي په جګړو کې ژوندي نیولي، د مجاهدینو یو مسؤل ترې تحقیق کوي.
دچهار درې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په مرکز کې له یوه مجاهد سره د چهادرې ولسوالۍ د جګړې دیوه عیني شاهد په توګه  لنډه مرکه شوې چې د خپلو بریاوو اولاسته راوړنو په اړه خبرې کوي، مجاهد دخپلو خبرو په جریان کې داسي یوه جمله( پر دنیا دهیڅ شي خواري نشته) ذکر کوي چې دنوموړي په عالي مورال دلالت کوي او مرکه یې زیاته خوندوره کړې ده.
په ویډیو کې له لندې مقدمې او دحملو د خبري جریان وروسته په نیول شویو مراکزو کې د غنیمتونو تازه او تفصیلي صحنې ښودل شوې دي چې د کتونکو توجه جلبوي.
(دچهاردرې فتحه ) تازه نشر شوې ویډیو دکابل ادارې د پوځي چارواکو هغه ټولې ادعا وې دروغ ثابتې کړې چې وايی د چهار درې ولسوالي یې بیرته له مجاهدینو نیولې په نشر شوې ویډیو کې تازه ویډیو یې صحنې ځاي شوې چې په ولسوالۍ کې د مجاهدینو فعال حضور ښیي.

لوستلو ته دوام ورکړئ

د ( ضرب هندوکُش) په نوم د بدخشان جهادي ویډیو نشر شوه(دري او پښتو)


په بدخشان ولایت کې د جهادي فعالیتونو تفصیلي ویډیو د اسلامي امارت د فرهنګي کمسیون د  الاماره سټوډیو لخوا نشر شوه، دغه ویډیویي اصدار چې په بدخشان ولایت کې د څپاند شوي جهادي بهیر بیلابیل اړخونه رانغاړي، او په دې ولایت کې د پیښیدونکو جهادي بریاوو په اړه مستند تصویري مواد لري له ډيرو هغو حقائقو پرده پورته کوي چې تراوسه ددښمنو رسنیو لخوا پټ ساتل شوي دي .

د ضرب هندوکُش تر نامه لاندې دغه ویډیویي اصدار چې په دري او پښتو ژبو په یوه وخت نشر شوی دی، په پیل کې یي په بدخشان کې د جهادي وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې شوي ورپسې په جهادي عملیاتي صحنو سربیره د بدخشان ولایت له جهادي مسؤل مولوي فصیح الدین سره مرکه شوې چې نوموړی په کې په دې ولایت کې د وروستیو عملیاتو په اړه معلومات ورکوي .

په ویډیو کې په بدخشان کې د وردوج ولسوالۍ د فتحې او د جرم په ولسوالۍ کې د وروستیو دښمن لړزوونکو بریدونو په اړه هم مستندې ویډیویي صحنې وړاندې شوي دي چې په دې ولایت کې د مجاهدینو په قوت او ځواکمن شتون شاهدي ورکوي .

دغه ویډیو چې د الاماره سټوډیو ۵۱ نمبر اصدار دی او تریوه ساعت اوږده ده  په جریان کې یي د اسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره هم مرکه شوې چې نوموړي د روان جهاد د تازه وضعیت په اړه معلومات ورکړي .

ضرب هندوکُش چې د بدخشان ولایت د جهادي وضعیت مستند ژوندی تصویر یي بللی شو په پښتو او دري دواړو ژبو له جالبو صحنو سره سره خوږې ترانې هم لري چې د ترنم او جهادي ژورنالیزم د مینه والو تنده ماتولی شي .

دافغانستان اسلامي امارت

دفرهنګي چاروکمیسیون

سمعي اوبصري څانګه

zarbe-hindo-kash-660x330

لوستلو ته دوام ورکړئ

الاماره سټوډيو د ( کندز او نوی عزم ) په نوم د تازه فتوحاتو ويډيو نشر کړه


د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره سټوډيو لخوا د عزم پسرلنيو عملياتو په لومړيو شپو کې په کندز کې د تازه فتوحاتو، پرمختګونو او ترلاسه شويو غنائمو ويډيو ترتيب او نشر کړه.
دغه ويډيو د يادې سټوډيو د تخنيکي همکارانو په زيار په نوي بڼه اوډل شوې، ټول ټال ۵ دقيقې او ۳۷ ثانيې ده.
په ويډيو کې له لنډې مقدمې وروسته د عزم عملياتو په ګړندي جريان کې د کندز ولايت په اړوندو سيمو کې د دښمن په لويو او وړو مرکزونو وسلوال بريدونه، په ټانګونو او پوځي موټرانو درنې چاودني او د اسلامي امارت مجاهدينو فتحه کړې مراکز او غنيمت شوي وسلې او پوځي نقليه وسایط ښودل کېږي.
ويډيو چې خورا مستنده ده، د ګوډاګۍ ادارې د چارواکو لخوا د شيويو ادعاوو حقيقت هم څرګندوي.
دا ويډيويي راپور له لاندي لينکونو نه په ټيټ، درميانه او وچت کيفيت کې کتلی او کمپيوټر ته ښکته کولی شئ.
 
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
 

لوستلو ته دوام ورکړئ

د (غازيانو کاروان ۱۲)دمنبع الجهاد سټوډيو نوې ویډیو نشر شوه


د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون د سمعي او بصري څانګې اړوند د منبع الجهاد سټوډيو لخوا د ( د غازيانو کاروان ) د جهادي فلمونو د لړۍ ۱۲مه کړۍ ترتيب او نشر ته وسپارل شوه.
دا فلم چې د يادې څانګې د تخنيکي همکارانو په زيار په خورا عالي معيار اوډل شوی، د هيواد په بېلابيلو سيمو کې د اسلامي امارت د مسؤلو مجاهدينو له لوري په دښمن د شويو عملياتو صحنې پکې را يو ځای شوي دي.
اوډل شويو صحنو د غازيانو کاروان ۱۲م نمبر فلم وخت ټول ټال ۱ ساعت او ۱ دقيقې ته رسولی.
په فلم کې له لنډې او هر اړخيزې مقدمې وروسته د دښمن د پوځي، عملياتي او اکمالاتي کاروانونو او ګزمو په زغروالو ټانګونو، رينجرو او نورو پوځي نقليه وسائطو باندې د مجاهدينو له لوري د ښخ کړل شويو له لري کنټرولېدونکو ماينونو چاودنې رايوځای شوي دي، چې ښيي د اسلامي امارت مجاهدين څرنګه د دښمن پوځيان او موټر په نښه کوي او دښمن ته ځاني او مالي تلفات اړوي.
د دې جهادي ويډيو د صحنو په ليدلو سره د دښمن د هغو خبرو چې وايي په چاودنه کې يې څوک نه دي مړه شوي او يا پکې اولسي خلک وژل شوي، په دروغ ثابتېدلو سربېره د مجاهدينو د دښمن له منځه وړلو ځانګړي تکتيکونه او ځيرکتيا او له ملکي تلفاتو نه ځان ساتل په ډاګه کېږي.
دغه په زړه پوري فلم په اعلی، متوسط او ادنی کيفيت کې له لاندې لينکونو نه ليدلی او خپل کمپيوټر ته ښکته کولی شئ.
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
د منبع الجهاد سټوډيو

لوستلو ته دوام ورکړئ

« عمري لښکر » د الاماره سټوډيو نوی اصدار نشر شو


omari_lashkar_small.jpg

لوستلو ته دوام ورکړئ

الاماره سټوډيو د(بکوا فتحه ) په نوم جهادي فلم نشر کړ


د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون د سمعي او بصري څانګې مربوط د الاماره جهادي سټوډيو لخوا د جهادي ويډيوګانو د لړۍ د (بکوا فتحه ) په نوم فلم تيار او نشر ته وسپارل شو

د ويډيو په ډېره برخه کې هغه کلکې مورچې، د اشغالګرو عسکرو لوی مرکز او د ولسوالۍ ودانۍ ښکاره کېږي چې د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا له ډېري مودې محاصرې وروسته فتحه شوي دي.

په ويډيو کې وينئ چې په مرکزونو د اسلامي امارت سپين بيرغونه رپېږي او د دې مرکزونو د فتحې په سبب خورا پراخي سيمي د مجاهدينو تر ولکې لاندې

راغلي دي

هیله ده چي دکتونکو دخوشحالي سبب وګرځي

د دغه جهادي فلم اعلی، متوسط او ضعيف کيفيت له لاندې لينکونو نه ليدلی او خپل کمپيوټر ته ښکته کولی شئ. والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

دفرهنګي چاروکمیسیون

سمعي اوبصري څانګـــــــــــه

دالاماره جهادي سټـــــوډيــــو

ورورمو اســـــــــــــــــــــــــــــــد؛افغان؛

alemarastudio@gmail.com

لوستلو ته دوام ورکړئ

د (عبرت۲)په نوم دالهجرة جهادي سټوډیو نوې ویډیو نشر شوه


بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان اسلامي امارتد فرهنګي چارو کميسونسمعی او بصري څانګه دالهجرة د جهادي خپرونو اداره په ډير درنښت خپلو مينوالو ته د عبرت (۲) په نوم يو په زړه پورې نوی اصدار ډالۍ کوي .

د دې په زړه پورې اصدار موضوع حرب المدن يا ښاري جګړه ده ، او په ترتيب سره پکې د ښاري جګړې ګټې او تاوانونه ، د ښاري جګړې تشکيلات او دندې ، په ښاري جګړه کې د عکاسۍ او ويډيو اخيستنې اهمیت ، په ښارونو کې د مجاهدينو د پلانونو د ناکاميدو اساسي عوامل ، او د ښاري او اطرافي جګړې تر منځ توازن د سوال او جواب په بڼه بيان شوی.

په دغه په زړه پورې اصدار کې د ګران هيواد په پلازمينه کابل او د هيواد په څو نورو ښارونو کې د کابل د خبيثې ادارې په امنيتي او نظامي کسانو د تر سره شويو لسګونو ځپونکو بريدونو په زړه پورې ژونديو انځورونو يا ويډيوګانو ته ځای ورکړل شوئ او د دې مبارک اصدار په پای کې د کابل د خبيثې ادارې امنيتي کسان او کارکونکي مخاطب شوي ، په مختصر ډول د اسلامي شريعت له مخې د دوی په مقابل کې د جهاد د وجوب حکم ورته بيان شوی او دې ته هڅول شوي چې د سترو انسي شیطانانو له تحريف نه په ډکو څرګندونو ونه غوليږي او بېرته له خپل مجاهد ملت سره يو ځای شي.

همدغه راز دا اصدار د ترنم د مشهورو خوږ ژبو بلبلانو په غږونو کې تر پايه په نوو او زړه وړونکو ترانو بدرګه شوی دی.

له دې اصدار سره تر پايه پاتې شئ ، له ژونديو انځورونو ، او په زړه پورې مطالبو نه يې عبرت واخلئ او تر نورو يې جهاد ته د تشويق او دعوت په نيت ورسوئ.

دا فلم د الهجرة سټوډیو د جهادي فلمونو د دې لړۍ دوهمه کړۍ ده،  اوږدوالي يې ۵۴ دقيقې ده ، له دې ځايه يې اوچت او ضعيف کوالټۍ کې ښکته كړئ .

د افغانستان اسلامي امارت

د فرهنګي چارو کميسون

سمعی او بصري څانګه

لوستلو ته دوام ورکړئ

الاماره سټوډيو د ( د دانګام فتحه ) په نوم نوي ويډيو نشر کړه


bismillah2

دغه جهادي ويډيو چې د الاماره سټوډيو د تخنيکي همکارانو په زيار په نوي بڼه چمتو شوې، ټول ټال ۴۱ دقيقې ده.

لوستلو ته دوام ورکړئ

الاماره سټوډيو(دخیبر دمبارکو عملیاتو ګړندی بهیر) په نوم نوي جهادي ويډيو نشر کړه