الاماره سټوډيو د ( کندز او نوی عزم ) په نوم د تازه فتوحاتو ويډيو نشر کړه


د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره سټوډيو لخوا د عزم پسرلنيو عملياتو په لومړيو شپو کې په کندز کې د تازه فتوحاتو، پرمختګونو او ترلاسه شويو غنائمو ويډيو ترتيب او نشر کړه.
دغه ويډيو د يادې سټوډيو د تخنيکي همکارانو په زيار په نوي بڼه اوډل شوې، ټول ټال ۵ دقيقې او ۳۷ ثانيې ده.
په ويډيو کې له لنډې مقدمې وروسته د عزم عملياتو په ګړندي جريان کې د کندز ولايت په اړوندو سيمو کې د دښمن په لويو او وړو مرکزونو وسلوال بريدونه، په ټانګونو او پوځي موټرانو درنې چاودني او د اسلامي امارت مجاهدينو فتحه کړې مراکز او غنيمت شوي وسلې او پوځي نقليه وسایط ښودل کېږي.
ويډيو چې خورا مستنده ده، د ګوډاګۍ ادارې د چارواکو لخوا د شيويو ادعاوو حقيقت هم څرګندوي.
دا ويډيويي راپور له لاندي لينکونو نه په ټيټ، درميانه او وچت کيفيت کې کتلی او کمپيوټر ته ښکته کولی شئ.
 
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
 

لوستلو ته دوام ورکړئ

المهاجر اسټوډيونوي فلمونه بدري كاروان (۲،۱) نشرشول


badri-2-banner1

په نوموړي فلمونو كې دپكتيكا ولايت دچاربران او اومنې ولسواليو مخامخ عمليات ، همدارنګه ددښمن ويجاړ شوى مركز او دښمن څخه نيول شوي غنايم ښودل كيږي .

دنوموړو فلمونو دورانيه لمړي فلم لمړي برخه ۲۲:۱۴دقيقې لمړي فلم دوهمه برخه ۱۹:۰۲ دقيقې او دوهم فلم يي ۲۹:۴۳ دقيقې ده .

له دې ځايه يې اوچت او ضعيف کوالټۍ کې  ښکته کولای شئ  .  هیله ده چى تنده مو پرې ماته شي .

 https://i0.wp.com/i46.tinypic.com/5efh94.jpg

  لوستلو ته دوام ورکړئ