د ( ضرب هندوکُش) په نوم د بدخشان جهادي ویډیو نشر شوه(دري او پښتو)


په بدخشان ولایت کې د جهادي فعالیتونو تفصیلي ویډیو د اسلامي امارت د فرهنګي کمسیون د  الاماره سټوډیو لخوا نشر شوه، دغه ویډیویي اصدار چې په بدخشان ولایت کې د څپاند شوي جهادي بهیر بیلابیل اړخونه رانغاړي، او په دې ولایت کې د پیښیدونکو جهادي بریاوو په اړه مستند تصویري مواد لري له ډيرو هغو حقائقو پرده پورته کوي چې تراوسه ددښمنو رسنیو لخوا پټ ساتل شوي دي .

د ضرب هندوکُش تر نامه لاندې دغه ویډیویي اصدار چې په دري او پښتو ژبو په یوه وخت نشر شوی دی، په پیل کې یي په بدخشان کې د جهادي وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې شوي ورپسې په جهادي عملیاتي صحنو سربیره د بدخشان ولایت له جهادي مسؤل مولوي فصیح الدین سره مرکه شوې چې نوموړی په کې په دې ولایت کې د وروستیو عملیاتو په اړه معلومات ورکوي .

په ویډیو کې په بدخشان کې د وردوج ولسوالۍ د فتحې او د جرم په ولسوالۍ کې د وروستیو دښمن لړزوونکو بریدونو په اړه هم مستندې ویډیویي صحنې وړاندې شوي دي چې په دې ولایت کې د مجاهدینو په قوت او ځواکمن شتون شاهدي ورکوي .

دغه ویډیو چې د الاماره سټوډیو ۵۱ نمبر اصدار دی او تریوه ساعت اوږده ده  په جریان کې یي د اسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره هم مرکه شوې چې نوموړي د روان جهاد د تازه وضعیت په اړه معلومات ورکړي .

ضرب هندوکُش چې د بدخشان ولایت د جهادي وضعیت مستند ژوندی تصویر یي بللی شو په پښتو او دري دواړو ژبو له جالبو صحنو سره سره خوږې ترانې هم لري چې د ترنم او جهادي ژورنالیزم د مینه والو تنده ماتولی شي .

دافغانستان اسلامي امارت

دفرهنګي چاروکمیسیون

سمعي اوبصري څانګه

zarbe-hindo-kash-660x330

لوستلو ته دوام ورکړئ