د (عبرت۲)په نوم دالهجرة جهادي سټوډیو نوې ویډیو نشر شوه


بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان اسلامي امارتد فرهنګي چارو کميسونسمعی او بصري څانګه دالهجرة د جهادي خپرونو اداره په ډير درنښت خپلو مينوالو ته د عبرت (۲) په نوم يو په زړه پورې نوی اصدار ډالۍ کوي .

د دې په زړه پورې اصدار موضوع حرب المدن يا ښاري جګړه ده ، او په ترتيب سره پکې د ښاري جګړې ګټې او تاوانونه ، د ښاري جګړې تشکيلات او دندې ، په ښاري جګړه کې د عکاسۍ او ويډيو اخيستنې اهمیت ، په ښارونو کې د مجاهدينو د پلانونو د ناکاميدو اساسي عوامل ، او د ښاري او اطرافي جګړې تر منځ توازن د سوال او جواب په بڼه بيان شوی.

په دغه په زړه پورې اصدار کې د ګران هيواد په پلازمينه کابل او د هيواد په څو نورو ښارونو کې د کابل د خبيثې ادارې په امنيتي او نظامي کسانو د تر سره شويو لسګونو ځپونکو بريدونو په زړه پورې ژونديو انځورونو يا ويډيوګانو ته ځای ورکړل شوئ او د دې مبارک اصدار په پای کې د کابل د خبيثې ادارې امنيتي کسان او کارکونکي مخاطب شوي ، په مختصر ډول د اسلامي شريعت له مخې د دوی په مقابل کې د جهاد د وجوب حکم ورته بيان شوی او دې ته هڅول شوي چې د سترو انسي شیطانانو له تحريف نه په ډکو څرګندونو ونه غوليږي او بېرته له خپل مجاهد ملت سره يو ځای شي.

همدغه راز دا اصدار د ترنم د مشهورو خوږ ژبو بلبلانو په غږونو کې تر پايه په نوو او زړه وړونکو ترانو بدرګه شوی دی.

له دې اصدار سره تر پايه پاتې شئ ، له ژونديو انځورونو ، او په زړه پورې مطالبو نه يې عبرت واخلئ او تر نورو يې جهاد ته د تشويق او دعوت په نيت ورسوئ.

دا فلم د الهجرة سټوډیو د جهادي فلمونو د دې لړۍ دوهمه کړۍ ده،  اوږدوالي يې ۵۴ دقيقې ده ، له دې ځايه يې اوچت او ضعيف کوالټۍ کې ښکته كړئ .

د افغانستان اسلامي امارت

د فرهنګي چارو کميسون

سمعی او بصري څانګه

لوستلو ته دوام ورکړئ

Advertisements