د الهجرت اسټوډیو نوی فلم (فاتح کاروان ۹ نمبر ) خپور شو


https://ia601900.us.archive.org/17/items/FatihKarwan9_20130901/fatih%20karwan%209.jpg

دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه وياړي چې دالهجرة د جهادي خپرونو ادارې له لوري د فاتح کاروان دلړۍ نهمه شماره په زړه پورې اصدار تيار شوی او د جهادي اصداراتو مينه والو ته وړاندې کيږي، دا اصدار هغو اتلو نهو(۹) تنو استشهاديانو ته ځانګړی شوی کومو چې دمظلومو بنديانو دانتقام په هدف دکرزي دعدليې په وزارت، دکرزي دمحابسو په لوی رياست او د کرزي په ستره محکمه اتلوال سرښندونکي بريدونه سرته رسولي، ددې اصدار پيل ددغو اتلانو له معرفت څخه شوی

، ورپسې دفلم لنډيز راغلی، او بيا په تيرو څو لسيزو کې له چاپو، نيونو او زندانونو څخه دافغانانو دغميزو يوه لنډ خورا دردوونکي او ويښوونکي تصوير ته ځای ورکړل شوی، بيا په ترتيب سره داستشهاديانو په زړه پورې او جالب وصيتونه او جهادي تمرينات راغلي، ورپسې داستهداف دليل او دبريدونو ويډيويې انځورونه او صحنې راغلي، او ددغو اتلانو د اتلوليو اړوند حقائق بيان شوي، او فلم ددغو اتلانو په ياد پای ته رسيدلی، همدغه راز په فلم کې د نامتو جهادي شاعرانو هر يوه قاري عبد الستار سعيد، مولوي محمد هاشم ذاکر، ملا عبد الله، محترم ټکور، محترم احرار، محترم ريحان په قلم او دالحاج ملا فقير محمد درويش په خواږه اواز کې زړه راښکونو او نويو ترانو ته ځای ورکړل شوی.

دا فلم د الهجرة سټوډیو د جهادي فلمونو د دې لړۍ نهمه کړۍ ده،  اوږدوالي يې ۶۸ دقيقې ده ، له دې ځايه يې اوچت او ضعيف کوالټۍ کې ښکته كړئ .

لوستلو ته دوام ورکړئ

Advertisements