د (غازيانو کاروان ۱۲)دمنبع الجهاد سټوډيو نوې ویډیو نشر شوه


د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون د سمعي او بصري څانګې اړوند د منبع الجهاد سټوډيو لخوا د ( د غازيانو کاروان ) د جهادي فلمونو د لړۍ ۱۲مه کړۍ ترتيب او نشر ته وسپارل شوه.
دا فلم چې د يادې څانګې د تخنيکي همکارانو په زيار په خورا عالي معيار اوډل شوی، د هيواد په بېلابيلو سيمو کې د اسلامي امارت د مسؤلو مجاهدينو له لوري په دښمن د شويو عملياتو صحنې پکې را يو ځای شوي دي.
اوډل شويو صحنو د غازيانو کاروان ۱۲م نمبر فلم وخت ټول ټال ۱ ساعت او ۱ دقيقې ته رسولی.
په فلم کې له لنډې او هر اړخيزې مقدمې وروسته د دښمن د پوځي، عملياتي او اکمالاتي کاروانونو او ګزمو په زغروالو ټانګونو، رينجرو او نورو پوځي نقليه وسائطو باندې د مجاهدينو له لوري د ښخ کړل شويو له لري کنټرولېدونکو ماينونو چاودنې رايوځای شوي دي، چې ښيي د اسلامي امارت مجاهدين څرنګه د دښمن پوځيان او موټر په نښه کوي او دښمن ته ځاني او مالي تلفات اړوي.
د دې جهادي ويډيو د صحنو په ليدلو سره د دښمن د هغو خبرو چې وايي په چاودنه کې يې څوک نه دي مړه شوي او يا پکې اولسي خلک وژل شوي، په دروغ ثابتېدلو سربېره د مجاهدينو د دښمن له منځه وړلو ځانګړي تکتيکونه او ځيرکتيا او له ملکي تلفاتو نه ځان ساتل په ډاګه کېږي.
دغه په زړه پوري فلم په اعلی، متوسط او ادنی کيفيت کې له لاندې لينکونو نه ليدلی او خپل کمپيوټر ته ښکته کولی شئ.
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
د منبع الجهاد سټوډيو

لوستلو ته دوام ورکړئ

دحق اتلان ۱ : دمنبع الجهادسټوډیولخوا جوړ کړی شوی جهادي فلم


دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمیسیون  سمعي او بصري څانګه دمنبع الجهاد سټوډیو د تازه سلسلې  (دحق اتلان) په نوم نوې ویډیو نشرشوه .

دویډیو ډیره برخه دهغو افغاني اتلانو او قهرمانانو دمرکو او دمجاهدینو او عامو ولسي  وګړو له لوري دهغوئ داستقبال پر صحنو راڅرخي،  کومو چې  پربهرنیو اشغالګرو عسکرو مخ اتلوال بریدونه ترسره کړي او ژوندي راوتلي او له مجاهدینو سره یو ځاي شوي دي.

https://ia600908.us.archive.org/13/items/DaHaqAtalan1/dahaq_atalan-pa.jpg

په ویډیو کې دموضوع په ارتباط دعالیقدر امیرالمومنین حفظه الله دپیغام هغه برخه رااخیستل شوې چې پر بهرنیو اشغالګرو عسکرو حمله کوونکي افغاني عسکر یې اتلان بللي او دهغوئ ستاینه یې کړې ،امیرالمؤمنین حفظه الله په خپلو مجاهدینو ږغ کړی چې ددې اتلانو قدر داني وکړي .

دویډیو په یوه بله برخه کې دافغانستان داسلامي امارت دپیاوړي او زړور قومندان خلیفه صاحب سراج الدین حقاني ږغیز پیغام ځای شوی ،نوموړي په خپل پیغام کې وایي ، دعالیقدرامیرالمومنین له امر اولارښونې سره سم موږ په اردو او نورو امنیتي ارګانونو کې  ولاړ ګڼ شمیر افغاني عسکر پربهرنیو عسکرو برید کولو ته تشویق کړي ،چې له حملې وروسته له مجاهدینو سره یوځاي شوي او موږ یې دلارښونې  سره سم دروند استقبال او قدرداني کړې او اینده کې به هم دې اړخ ته پوره توجه وکړو.

په ویډیو کې دافغانستان داسلامي امارت دمشهور انقلابي ترانه ویونکي مجاهد ورور الحاج ملا فقیر محمد درویش په خواږه او روح پارونکي اواز کې ویل شوې نوې ترانې هم ځاي شوې چې دویډیو صحنو ته یې لا نوره رنګیني هم وربخښلې.

ویډیو چې ټول ټال ۵۴ دقیقې ده په ډیراعلی کیفیت  او ښایسته ډیزاین ترتیب شوې 

دلاندي ورکړل شویو لینکونو په کلیک کولو سره ویډیو مخامخ کتلی او خپلو کمپیوټرونو ته کښته کولی شئ.

https://ia600908.us.archive.org/13/items/DaHaqAtalan1/DaHaqAtalanForMain.jpg
https://ia800908.us.archive.org/13/items/DaHaqAtalan1/Da_haq_atalan_1.jpg

لوستلو ته دوام ورکړئ

د غازيانو كاروان ۱۱:دمنبع الجهادسټوډیولخوا جوړ کړی شوی جهادي فلم


د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون دمنبع الجهادخپرندویه مرکز د سمعي او بصري

څانګې له خوا د غازيانو كاروان  (۱۱)نشر شوه .په نوموړي فلم کې به تاسو ووينئ چې صليبي اشغالګرو (امريكايانو)

په كاروانونو،دسړك دغاړې ماينونه او مخامخ  استشهادي بریدونه ښودل شوي دي . نوموړی فلم په زړه پورې بڼه ترتیب شوی .

https://i0.wp.com/ia601208.us.archive.org/1/items/Da_ghazyano_karwan_11/GhazyenaoKarwan11.jpg

دا فلم د منبع الجهاد سټوډیو د جهادي فلمونو د دې لړۍيوولسمه کړۍ ده، چې ټول  ۶۸ دقیقې دی .

له دې ځايه څخه یی اوچت او ضعيف کوالټۍ کې  ښکته کولای شئ . هیله ده چې تنده مو پری ماته شي .